حقاني شبکه، بندیزونه او پایلې
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د حقاني شبکه او د دغې شبکې د ځانمرګو بریدونو سمبالوونکی کس قاري عبدالرووف ذاکر په تور نوملړ کې شامل شول. لدې وړاندې دغه شبکه د امریکا په تور لست کې هم شامله شوې وه. لدغو بندیزونو سره به د دغې شبکې د غړو شتمني کنګل، پر سفرونو او د وسلو په پېرلو او پلورلو به یې بندیز ولګول شي.

قاري ذاکر د امریکا متحده ایالتونو په تور نوملړ کې هم شامل شوی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قاري ذاکر د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو د څانګې مشر دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې قاري ذاکر دغه راز په کابل، تخار، کندوز او بغلان ولايتونو کې د حقاني ډلې د عملياتو مشري هم پر غاړه لري.

د بهرنیو چارو وزارت د قاري ذاکر په اړه ویلي دي، چې دغه کس په ٢٠٠٨ زېږدي کال کې له حقاني شبکې سره يو ځاى شوى او په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې يې د وسله والو په سمبالښت کې مهم رول لوبولى دى.سرچينه وايي، چې قاري ذاکر د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني له نږدې همکارانو شمېرل کېږي. د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي دي، چې نوموړي د افغانستان په ترسره شوو خونړيو ځانمرګو بريدونو کې لاس درلود، دغه راز د خوست د سالارنو پر پوځي مرکز، د چمپين پر مرکز، د کابل پر انټرکانټينينټال هوټل او تېر کال يې د امريکا پر سفارت په شويو بريدونو کې هم لاس درلود.

د حقاني شبکې تاریخچه

د حقاني شبکه، چې د جلال­الدین حقاني له لوري یې بنسټ ايښودل شوی د وسله والو طالبانو یوه متحده ډله ده، چې د افغان دولت او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

په اتایمې زېږدي لسیزه کې جلال الدین حقاني د افغان مجاهدینو له نوموتو مجاهدینو څخه و، چې په افغانستان کې یې د شوروي ځواکونو پر وړاندې مبارزه کوله. د مجاهدینو په همغږۍ کې د نومړي توان د دې لامل شو، څو امریکا، د پاکستان څارګره اداره (آی اس آی) او سعودي  عربستان ترې مالي ملاتړ وکړي او وسلې په واک کې ورکړي.

په هېواد کې د کورنیو جګړو څخه وروسته حقاني له طالبانو سره یو ځای شو. په ۲۰۰۱ زېږدي کال کې پر افغانستان د امریکا له برید څخه وروسته حقاني خپل دریځ بدل کړ او د لوېدیځو ځواکونو پر وړاندې یې جګړه پیل کړه. پدی ترتیب سره دغه شبکه، د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې ډله او د ملا محمد عمر په مشرۍ د وسله والو طالبانو تحریک د امریکا دښمنو ډلو په توګه د دغه هېواد څارګرې ادارې (سي آی اې) په نوملړ کې زیات شول.

په تېرو کې د حقاني شبکې اصلي مرکز د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د خوست ولایت و؛ خو په ۲۰۰۱ زېږدي کال کې د وسله والو طالبانو له نسکورېدو څخه وروسته د دغې ډلې ډېری جنګیالي شمالي وزیرستان ته لاړل.

مشران

د حقاني شبکه په افغانستان کې د درېيو وسله والو مخالفو ډلو څخه یوه ده، چې اصلي مشر او موسس یې د مجاهدینو پخوانی قوماندان جلال الدین حقاني دی. اوس مهال د دغې شبکې مشري د جلال الدین حقاني د زوی سراج الدین حقاني پر غاړه ده.

موخې

د حقاني شبکې له مهمو موخو څخه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مبارزه او له پاکستان سره دوستانه اړیکې په ګوته شوي دي.

پر حقاني شبکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له نړېوالو بندیزونو څخه یوه ورځ وروسته افغان حکومت د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دغه کار یې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی. د ولسمشر ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته ویلي دي د دواړو مهمو وروستي اقداماتو، چې هم د امریکا متحده ایالتونو له خوا او هم د ملګروملتونو د امنیت شورا له خوا ترسره شوي، هرکلی يي کوو. هیله من یو چې دا ډول بندیزونه او دا ډول اقدامات پر تروریستي شبکې باندې فشار راولي، چې په نتیجه کې د دوی بریدونه په افغانستان کې پر ملکي او غیر ملکي خلکو باندې تر ډېره کچه کم شي. هیله من یو چې نتیجه يي مثبته وي.

د حقاني پر شبکې تور دی، چې د پاکستان له څارګرې ادارې (آی اس آی) سره پراخې اړیکې لري او دغه اداره یې په افغانستان کې د خپلو موخو تر لاسه کولو او د هند نفوذ کابو کولو لپاره کاروي. لدې امله دغه بندیزونه به یوازې د حقاني شبکې پر سیاسي فعالیتونو اغېز ولري نه پوځي فعالیتونو؛ ځکه دغه شبکه له پاکستاني پوځیانو سره نږدې اړیکې لري او کولای شي لدې وروسته هم د پاکستاني پوځیانو او د دغه هېواد څارګرې ادارې له لوري پر وسلو او تجهیزاتو سمبال شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا لدغې پرېکړې سره بارک اوباما د پاکستان په قبایلو سیمو کې د عملیاتو تر سره کېدو په موخه نوی جواز تر لاسه کړ، چې اوباما به په راتلونکو څلورو کلونو کې د حقاني شبکې څارلو تر نامه لاندې نوې پروژه پیل کړي. همدا راز امنیت شورا هغې شبکې ته، چې ځان له وسله والو طالبانو څخه جلا نه ګڼي او د طالبانو مشري یې هم ځان پورې تړلې یوه ډله ګڼي له تصور څخه لرې شهرت وربښلی دی.

امریکا به لدغې کړنې څخه پر پاکستان د فشار آلې په توګه کار واخلي؛ ځکه لدې وړاندې په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د پاکستان لاره تړل شوې وه او پاکستان هم د لارې پرانیستو په موخه ګڼ شرایط وړاندې کړي ول؛ خو اوس مهال داسې برېښي، چې ناټو او په ځانګړي توګه امریکا به د پاکستان غوښتنې په سمه توګه و نه مني او له همدې آلې څخه په ګټې اخیستنې به برعکس خپلې غوښتنې پر پاکستان ومني.

د امریکا همدغو غوښتنو ته په پام سره پاکستان د امنیت شورا د دغې مصوبې په غبرګون ويلي دي، چې د پاکستان پوځ لدې وړاندې د حقاني پر شبکې د وسلو پېرل او پلورل، د دوی پر شتمني او سفرونو بندیزونه لګولي ول او زیاتو اقداماتو ته اړتیا نشته؛ هغه څه، چې یوازې د پاکستان ادعا ده او په عمل کې بیا مسئله برعکس ده.

که څه هم افغان دولت د امنیت شورا له لوري پر یادې شبکې له بندیز لګولو څخه هر کلی کړی دی؛ خو لدې وړاندې یو شمېر افغان چارواکو له حقاني شبکې سره د سولې خبرو اترو تر سره کېدو ته لېوالتیا ښودلې وه، چې د دغو بندیزونو په لګولو سره لدغې شبکې سره د افغان دولت د سولې خبرو اترو ور وتړل شو.

پر دې سربېره، چې د حقاني پر شبکې بندیز لګول به د پاکستان لپاره ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي؛ خو د افغانستان او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو اصلي ستونزه پاکستان ده؛ ځکه د حقاني شبکې په ګډون د وسله والو مخالفینو او القاعدې ډلې ځالې په پاکستان دي، چې د پاکستان څارګرې  ادارې (آی اس آی) له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي. که چېرې نړۍواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکا په رښتوني توګه غواړي په افغانستان او سیمه کې ترهګرۍ او ورانکارو کړنو ته د پای ټکی کېښودل شي باید د دوی د فشارونو او بندیزونو اصلي موخه پاکستان وي نه یو شمېر ډلې او ټپلې.

           کابل


November 7th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات